کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت نن پنشنبې د غبرګولي ۱۷ مه د ناروې کمېټې له عمومي رییس مګنوسن واټر دال سره د دغه وزارت د سرپرست قاري دین محمد حنیف د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دې کتنه کې په راتلونکي کې د افغانستان لپاره د ناروې د کمېټې د فعالیتونو او دندو په اړه خبرې وشوې.
د افغانستان لپاره د ناروې د کمېټې عمومي رییس مګنوسن واټر دال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دغې کمېټې د فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې د معلولینو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د خپلو پروګرامونو د پیل ډاډ ورکړ.
د معلولیت لرونکو ماشومانو زده کړه، د روغتیا په برخه کې د خدمتونو وړاندې کول او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول هغه نورې ژمنې وې چې د ناروې د کمېټې مشر د افغانستان د اقتصاد له سرپرست وزیر سره وکړې.
د پیغام پای/
Your Comment